فراه کې اووه ټانکره نور بې‌ کېفیته تېل بېرته ایران ته وګرځول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۵مه نېټه):
د سټنډرډ ملی ادارې ویلی، ایران هېواد ته یې اووه ټانکره نور بې کېفیته تېل بېرته مسترد کړی دی. د یادې ادارې ویاند ویلی، دغه اندازه تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، د فراه ولایت په ۷۸ میل بندر کې بېرته ایران ته مسترد شوی دی.
نوموړی زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملی ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوی لپاره عملی ګامونه پورته کړی.
د سټنډرډ ملی ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتی، چې هېواد ته با کېفیته توکی وارد کړی، کنه نو له ورته چلند سره به مخ شی.
د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړاندې هم هېواد ته د سلګونه ټانکره بې کېفیته نفتی توکو د راوارد کېدو د مخنیوی خبرونه ورکړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.