کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار کانال شرکت دوهم فارم دوهم بلاک سیمه کې له څلورو لسیزو وروسته ۱۵ جریبه ځمکه د غاصبینو له منګلو څخه راخلاصه او د ننګرهار کانال ریاست ته وسپارل شوه.
د خبر په اساس یاده ځمکه د ټولی محافظ په همکارۍ او مرسته له دغې غصب څخه بېرته را ګرځېدلې ده.
د یادونې وړ ده، چې د انقلابی شرایطو او خپل منځیو جګړو له امله د ننګرهار کانال ډېری ځمکه غصب شوې، چې د مسوولینو په وینا تېر شاوخوا یوه کال کې یې څه د پاڅه ۱۶سوه جریبه خپل اړوند ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ