معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابل ده سبز ولسوالۍ کې یو صنعتي ښارګوټی پرانیستل شو

د کابل ده سبز ولسوالۍ کې یو صنعتي ښارګوټی پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۵مه نېټه):
د کورنیو پانګوالو لخوا د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې یو صنعتي ښارګوټی پرانیستل شو.
د خبر له مخې پانګوال د دغه ښارګوټي د جوړېدو موخه سوداګرو او د پلازمېنې اوسېدونکو ته د اسانتیاوو برابرول بولي او وايي، یاد صنعتي ښارګوټي د نساجي، تېلو پلاستیک، پنبو، وچو او تازه میوو لپاره د سړو خونو درلودونکی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغه ښارګوټي جوړول ستايي او له افغان پانګوالو غواړي، څو خپل هېواد ته راستانه او پانګونه وکړي.
د څرخي پله د صنعت ګرو ټولنې رییس د دغه ډول ښارګوټو جوړول د اقتصاد په وده کې مهم بولي او له هېوادوالو غواړي چې کورني تولیدات وکاروي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس