کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۷مه نېټه):
د پنجشېر ولایت رسنیز دفتر څخه ګهیځ نیوز ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې دې ځانګړې لیدنه کې پنجشېر ولایت ته په بېلابېلو برخو کې د پاملرنې او د ولسونو د ستونزو د هوارۍ او غوښتنو ته د رسېدنې په اړه خبرې شوی.
خبرپاڼه زیاتوی، چې د دغو مواردو ترڅنګ یاده لیدنه کې د دې ولایت پر اجتماعی، اقتصادی او امنیتی وضعیت هم خبرې شوی او نظام سره د خلکو د اړیکو پر پیاوړتیا، ولسونو سره پر نېکې رویې، د خلکو او نظام ترمنځ پر لا زیاتې هماهنګۍ او همکارۍ باندې خبرې شوی.
خبر زیاتوی، چې د پنجشېر والی د کورنیو چارو وزیر ته ولسونو سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او وزیر هم د پنجشېر والی ته ډاډ ورکړ، چې د دغه ولایت خلکو د ژوند او اجتماعی وضعیت ښه کېدو ته به ځانګړې پاملرنه وکړی.
پنجشېر چې د ولسونو ژوند یې په ابتدایی اقتصادی ژوند متکی دی، خلک یې نیوکه کوی،.چې تېر کې له ډېری اسانتیاوو بې برخې پاتې شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ