غزنی کې د ژغورنې تر نامه لاندې یو خېریه بنسټ پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ د غزنی ښار په الجهاد جامع جومات کې یوه خېریه ټولنه د ژغورنی عنوان تر نامه لاندې پرانیستل شو.
د خبر له مخې د ژغورنی خېریه بنسټ مسوولینو ویلی، چې د فعالیت موخه یې د هېواد لرې پرتو سیمو ته روغتیایی خدمات رسول، د هېواد په کچه د سرطانی ناروغیو د تشخیص او درملنې معیاری مرکز جوړول او د هېواد په کچه د یتیمو ماشومانو د ښې پالنی په موخه د دارالایتام جوړول یې اصلی موخې دی.
د یاد بنسټ پرانیستې مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبایل چارو وزارت معین، د چارو لویې ادارې کلتوری او اطلاعاتی رییس مولوی، د هېواد د هوایی قوواو د تفتیش رییس او ګڼ شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون درلود.
د یادې غونډې ګډونوالو له حکومت، سوداګرو او عام ولس څخه وغوښتل، چې د خلکو د لاس نیوی په موخه دې د یاد خېریه بنسټ تر څنګ ودرلیږی.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د هېواد په کچه د بهرنی خېریه ټولنو ترڅنګ، سلګونه کورنی خېریه ټولنې کار کوی، خو هېوادوال بیا له دغو خېریه ټولنو څخه د بنیادی او اساسی کړنو او فعالیت غوښتوونکی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.