کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان وردګو ولایت مرکز مېدان ښار کې پر یوه تن د زړو اوسپنو را ټولولو پر مهال پخوانیو نا چاودو توکو چاودنه کړې، چې له امله یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د خبر پر بنسټ د امنیې قومندانۍ ویلی، د رحیم ګل په نوم دا کس پۀ اصل کې د ننګرهار ولایت، چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې د زړو اوسپنو د راټولولو پر مهال پرې د نا چاوده توکو چاودنه کړې ده.
هېواد کې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله پاتې شوی نا چاودی توکی اوس هم په ډېری سیمو کې شتون لری، چې له امله یې ډېر کله د ولسی وګړو ژوند له خطر سره مخ کیږی.
امنیتی مسوولینو بیا له خلکو او په ځانګړې ډول له ماشومانو غوښتی، چې له شکمنو توکو څخه ځان وساتی او په هکله یې امنیتی ارګانونو ته خبر ورکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ