کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۸مه نېټه):
د دغه ولایت رسنیز دفتر له لوری ګهیځ نیوز ته په استول شوی خبرپاڼه کې ویل شوی، چې والی د رییس الوزرا له سیاسی مرستیال سره لیدنه کې د پنجشېر په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو باندې خبرې کړی.
خبرپاڼه زیاتوی، چې والی په پنجشیر کې د ډاډمن امنیت او د خلکو د بشپړ ملاتړ په اړه نوموړی ته ډاډ ورکړی او.زیاته کړې یې ده، چې د پنجشیر خلکو غوښتنې سره سم یې په ځایی اداراتو کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د خبر پاڼې له مخې د پنجشیر والی په رغنیزو برخو کې د پنجشېر د خلکو غوښتنې، په ځانګړی توګه له مرکزه ولسوالیو ته د غځېدلو سړکونو د رغولو، استنادی دېوالونو د جوړولو او د برېښنا په برخه کې د بنسټیزو پروژو پلی کول د رییس الوزرا له سیاسی مرستیال سره شریک کړی.
خبر پاڼه زیاتوی، چې د ریاست الوزراء سیاسی مرستیال بیا د پنجشېر والی ته په یادو برخو کې د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ