کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۳۰مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو متلونو سازمان د بشری حقونو شورا په غونډه کې چې پرون په جینوا کې جوړه شوه، ګډونوالو یې ویلی چې په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوی دی.
د خبر له مخې د دغې غونډې ګډونوال له سرپرست حکومته غوښتی، چې د ښځو پر وړاندې دې بندیزونه له ځنډ پرته لرې کړی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ هم په دې غونډه کې خپل راپور شریک کړ.
نوموړی ویلی، د افغانستان اوسنی حکومت د نړیوالې ټولنې پر وړاندې باید په خپلو ژمنو عمل وکړی او د ټولګډونه حکومت د رامنځته کېدو لپاره ګام پورته کړی.
په دې غونډه کې د قطر، پاکستان، د اروپایی ټولنې استازی او د ځینو نورو هېوادونو استازو، په افغانستان کې د نجونو د زده کړو لپاره د زمینې پر برابرېدو هم ټینګار کړی دی.
افغان لوری لا تر دې دمه د دغو څرګندونو په غبرګون کې څۀ نۀ دی ویلی، خو تېر کې یې دا د افغانستان داخلی مسله یاده کړې او ټینګار یې کړی چې د اسلامی تدابیرو پۀ پام کې نیولو سره به ډېر ژر د نجونو پر وړاندې تحصیلی او تعلیمی دروازې پرانیزی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ