یونان کې د کښتۍ ډوبېدو پۀ پېښه کې یو شمېر افغانان هم مړه شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۳۰مه نېټه):
د راپورونو له مخې په ایټالیا کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د یونان په سواحلو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې یو شمېر افغانان هم مړه شوی دی.
دغه سفارت دا نه دی په ډاګه کړی، چې په دې قربانیانو کې د افغانان شمېر څومره دی، خو یو شمېر نړیوالو رسنیو بیا خبر ورکړی، چې په دې پېښه کې د افغانستان او پاکستان هېوادونو ۷۸ کسانو خپل ژوند بایللی دی.
افغان سفارت له نړیوالو بنسټونو غوښتی، چې د افغان کډوالو لپاره خوندی لارې برابرې کړی.
دغه د کب نیونې کښتۍ چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د یونان په جنوبی ساحل کې په سلګونه پناه غوښتونکی په کې سپاره وو، ډوبه شوه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.