کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۳۱مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې په سملاسی ډول دې دغه هېواد کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو خپلسره نیول او ځورول بند کړی.
په راپور کې راغلی، چې له دوی ډېر افغانان په عادی ویزو پاکستان ته تللی او هلته یې اوس د کډوالو په توګه د ثبتېدو پروسه پام وړ ټکنۍ ده.
د سویلی اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان مرستیالې مشرې دینوشیکا دیسانایکه ویلی، دا ډېره د اندېښنې وړ ده چې پاکستان کې د افغان کډوالو حالت ته اړین نړیوال پام نه ور اوړی.
هغې زیاته کړې چې دغه افغانان اوس له داسې ناممکن وضعیت سره مخامخ دی، چې نه پاکستان کې د پاتې کېدای شی او نه هم بېرته خپل هېواد ته ستنېدای شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ