کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۳۱مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولینو ویلی، چې ټولګټو چارو وزارت د سالنګ د تونل د داخلی برخې په ګډون د دې لویې لارې ۸۰ کیلومټره د بیارغونې د چارو تړون دوو خصوصی شرکتونو ته ورکړی دی.
مسوولین زیاتوی، چې د بیارغونې عملی چارې به ډېر ژر پیل شی.
په ورته مهال ځینې موټر چلوونکی او د سالنګ اوسېدونکی وایی، د دغې لویې لارې د خرابوالی له امله تر پوزې راغلی.
د دوی په خبره، د اوړی په موسم کې د خاورو او دوړو له امله ډېری ماشومان او سپین ږیری کسان په بېلابېلو ناروغیو اخته شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم ټولګټو چارو وزارت د تونل په ګډون د دې لویې لارې د ۳۰ کیلومټره د رغولو چارې پیل کړې وې، خو د نهو میاشتو په تېرېدو سره یې لا هم برخلیک روښانه شوی نه دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ