د شور تېپې سړک د جوړولو چارې پیلیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان په شمال کې د کار نړیوال سازمان استازی محمد افندی ویلی، د بلخ ولایت د شور تېپې سړک د جوړولو چارې به ډېر ژر د دې سازمان له لوری پیل شی.
نوموړی د بلخ له والی سره په کتنه کې ویلی، د دغه سړک د سروې کار بشپړ شوى او ډېر ژر به یې د جوړولو کار پیل شی.
افندی دغه راز ویلی، چې د کار نړیوال سازمان موخه د هېواد په شمال کې د سړکونو جوړول، ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابرول او د غالیو اوبدلو، خیاطۍ او د ښځو د صنعتی کارونو وده ده.
د دې ولایت والی له افندی سره په لیدنه کې له نوموړی غوښتی، چې د یاد ولایت په لرې پرتو سیمو کې دې بنسټیزې پروژې پلې کړی او خلکو ته دې له همدې لارې د کار زمینه برابره کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.