کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایی، چې په افغانستان کې له ۱۵ میلیونه ډېر وګړی په شدید ډول د خوړو خوندیتوب نه لری او ۲.۸ میلیونه کسان د لوږې د بېړنۍ کچې له وضعیت سره مخ دی.
د (WFP) مسوولینو ویلی، چې پر سختو اقتصادی او بشری بحرانونو سربېره، ټولنې د سختې هوا له امله هم ځپلې شوی، چې هر کال سخته هوا ټول هېواد کې پر میلیونونو افغانانو ویجاړونکی اغېزه لری.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوی، چې ۹۱۸ میلیونه ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لری، څو وکولای شی د راتلونکو شپږو میاشتو پرمهال افغانستان کې خپل فعالیت سرته ورسوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ