کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۳ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې اروپایی ټولنې اعلان کړی، چې افغانستان کې له زیانمنو وګړو سره د مرستې لپاره ۱۲ میلیونه یورو مرسته کوی.
دغې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې دغه مرستې به افغانستان کې له ۷۰ زره کسانو سره وشی، چې ۶۲ سلنه به یې ښځې وی.
یادې ټولنې په داسې مهال دغه مرسته اعلان کړې، چې افغانستان کې د بې روزګارۍ په دوام ورځ تر بلې د خلکو اقتصادی ستونزې ډېریږی.
د سرپرست افغان حکومت مسوولین بیا وایی، د خلکو کار او اقتصادی ستونزو د حل په برخه کې پوره ژمنتیا لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ