نړیوالې رسنۍ وایی، سوډان کې کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۳ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبرونو پر بنسټ په سوډان کې د پوځ او د ار‌ ایس‌ایف په نوم د چټک غبرګون د ځواکونو ترمنځ د جګړو لمن پراخه شوې ده.
تېره ورځ په پلازمېنې خرطوم کې الوتکو بمبارد کړی او د فرانس پرېس اژانس په استناد جګړه کوڅه په کوڅه روانه وه.
په وروستیو څو ورځو کې دا جګړې د پلازمېنې لوېدیځ لور ته د دارفور او کوردوفان سیمو په لور غځېدلې دی.
له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د واک پر سر د دې جګړو د درېدو لپاره څو ځله اوربند وشو، خو بېرته مات شو.
د دغو جګړو په ترڅ کې تر اوسه تر ۲ زرو ډېر کسان وژل شوی او تر دوه نیم میلیونه ډېر کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.