ننګرهار کې ځایی مسوولین وایی، د غصب مخنیوی تخنیکی ټیم چارې یې په چټکۍ سره روانی دی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د غصب مخنیوی تخنیکی ټیم تر دې دمه ۱۰ زره ۵۷۲ جریبه ځمکه د غاصبینو له منګلو خلاصه کړې ده.
د مسوولینو په خبره ننګرهار کې ټول ټال ۳ لکه ۶۹ زره جریبه ځمکه غصب شوې وه، چې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او ثبت تخنیکی تیم د هلو_ځلو په پایله کې ۱۰ زره ۵۷۲ جریبه له غاصبینو خلاصه شوی، ۱ لک ۴۷ زره ۳۹۱ جریبه ځمکه تثبیت شوې او ۵۸۲ جریبه نوره ځمکه د برسۍ لاندې ده.
ننګرهار مېشتی وګړی بیا خپله سیمه کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو دغه هڅې ستایی او د لا چټکتیا غوښتنه یې کوی.
هېره دې نۀ وی چې دې وروستیو کې د ننګرهار په ګڼو سیمو کې د هغو سیمو د بیا راګرځولو هڅې ګړندۍ شوی، چې د زورواکو له لوری غصب شوې وې.
مسوولین وایی، د ټولو غصب شویو ځمکو په تثبیت او بیا راګرځولو کې یې پرېکړې قاطع دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.