معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې پاتې بندي افغانان راخوشي کیږي

پاکستان کې پاتې بندي افغانان راخوشي کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې کراچۍ کې د افغانستان د سفارت کونسل ويلي، د پاکستان په زندانونو کې د بندي افغانانو د خوشې کېدو هڅې روانې دي.
نوموړی وايي، لا هم ۲۸۲ کسان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.
د افغانستان د سفارت کونسل زیاته کړې، چې تېره پنجشنبه هم د سېند ایالت له زندانونو ۱۳ نور افغان بندیان خوشې او د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.
افغان سفارت ویلي، چې له زندانونو د راخلاصو شویو افغانانو د لېږد مصارف دوی په خپله غاړه اخیستي دي.
پاکستان څخه دې وروستیو کې د ګڼو افغان کډوالو د ځورېدو راپورونه ورکول کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس