کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې دوو شرکتونو د کانونو او پټرولیم وزارت تر هوکړې وروسته د پنځو کلونو لپاره د بغلان د دوشی ولسوالۍ په خواجه زید دره کې د مرمرو د یوه کان استخراج پیل کړ.
د خبر پر بنسټ د کانونو ریاست مسوولینو ویلی، چې دغه کان دوه بلاکونه لری او له دوه شرکتونو سره یې فی ټن ۹ سوه افغانۍ تړون شوی دی.
په ورته مهال د بغلان والی د دې ترڅنګ چې د دغه کان به فنی استخراج ټینګار وکړ، زیاته کړې یې ده چې د دې کان په استخراج سره به کان ته په غځېدلې لاره پلونه، پلچکونه او سړکونه هم ځایی خلکو ته جوړ شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ