کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۴ مه نېټه):
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایی، تېر یوه کال کې د بهرنیو سېلانیانو د راتګ له اړخه یې ۳۹ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړی دی.
د وزارت په وینا، د کورنیو سېلانیانو په شمېر کې هم د تېر کال پرتله درې برابره ډېروالی راغلی او لامل یې د ګرځندوی برخه کې د نویو پالیسیو جوړول او د اسانتیاوو برابرول په ګوته شوی.
د رسمی شمېرو له مخې، په روان کال کې لرغونو او تفریحی سیمو ته د ورغلو کورنیو سېلانیانو شمېر ۲۶ میلیونه تنو ته رسېږی، چې د تېر کال پرتله درې برابره زیاتوالی ښیی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ