کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانال ریاست دوهم فارم اړوند د ۱-۱ او ۲-۱ نمرو ځمکه چې د کلونو راهیسې د سېلابونو له ګواښ سره مخ وه، د ننګرهار کانال ریاست په هڅو د یو قراردادی شرکت له لوری د ۷ سوه متره پولې په اچولو سره د سېلابونو له تخربیه وژغورل شوه.
د خبر پر بنسټ د دغې پولې پر جوړښت د یاد خصوصی شرکت شاوخوا ۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
د دغې پولې پرانیستې په غونډه کې د اطلاعات او کلتور رییس، د استخباراتو رییس، د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس، د ټولګټو چارو رییس، د مزار شریف د مرافعې رییس، د بهرنیو چارو رییس او د جلال آباد د ښاری حکومتولۍ د رییس ترڅنک یو شمېر ولایتی چارواکو او مسوولینو برخه لرله.
دغه ځمکه په داسې مهال د سېلابونو له ګواښه ژغورل کیږی، چې د ننګرهار کانال د رییس په وینا څو ورځې وړاندې یې د کانال ریاست اړوند یوه بله پرانیسته کې ۵ کیلو متره پوله ورغوله، چې پرمټ یې څۀ د پاسه ۳ زره جریبه د کانال او آهالې ځمکه د سېلابونو له زیانه وژغورل شوه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ