کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۴ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت د مرکزی ویاند له ادرسه د حکومت د امیر په نوم خپاره شوی دغه اختریز پیغام کې د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت خپور شوی د مبارکۍ پیغام کې له ټولې نړۍ او په ځانګړی ډول له اسلامی هېوادونو سره د افغانستان پر ښو او رغنده اړیکو ټینګار شوی دی.
پیغام کې ویل شوی، چې د افغانستان حکومت د هېچا په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوی او بل چا ته هم اجازه نه ورکوی، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړی.
د خبر له مخې دغه پیغام کې ټولو مسوولینو او دولتی چارواکو ته سپارښتنه شوې، چې خپلې دروازې د ولس پر مخ پرانیستې وساتی.
نوموړی پر ټولو افغانانو غږ کړی، چې د خپل هېواد په ودانولو کې برخه واخلی او د خلکو او بیت المال د غصب شویو شتمنیو په بېرته راګرځولو کې له مسوولینو سره همکار شی.
د حکومت امیر په اقتصادی برخه کې د هېواد لا پرمختګ او د افغانانو د اقتصادی ستونزو د له منځه وړلو په موخه ټولو پانګوالو او ملی سوداګرو باندې غږ کړی، چې په بېلابېلو برخو کې په پانګونې سره د هېواد د پرمختګ او پراختیا په برخه کې خپل مکلفیتونه ادا کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ