کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۵ مه نېټه):
د لوی اختر په را رسېدو سره د کورنیو چارو وزارت مسوولین وایی، په ټول هېواد کې یې بشپړ امنیتی تدابیر نیولی دی.
دوی وایی، د هېواد په لویو ښارونو کې یې ګڼ شمېر امنیتی ځواکونه او ملی پولیس د امنیت ټینګښت لپاره په ښارونو او نورو سیمو کې ځای پر ځای کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلی، چې امنیتی ځواکونو د جوماتونو، عیدګاوو او ټولو هغو ځایونو د ساتنې لپاره د امنیت بشپړ چمتوالی نیولی، چې د خلکو ګڼه_ګوڼه په کې زیات وی.
نوموړی دغه راز زیاته کړې، چې د اختر په ورځو کې به د دغه وزارت خداماتی ادارې لکه اطفایې، ۳ سوه بستریز روغتون او د پولیسو ۱۱۹ شمېره د احتمالی پېښو مخنیوی لپاره پۀ منظم ډول فعاله وی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ