د ننګرهار په سره رود کې درې تنه له ۲ سوه کیلو ګرامه اپینو سره یوځای ونیول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ بختان چېک پواینټ کې ۲ سوه کیلو ګرامه اپین له درې تنو سره یوځای ونیول شول.
د خبر له مخې دغه اپین په یو موټر کې په ډېر مهارت سره ځای پرځای شوی وو، چې د عامه امن خندق د درېیم نمبر کنډک سرتېرو له لوری کشف او ترلاسه شول.
د عامه امن خندق د درېیم نمبر کنډک قومندان په وینا یادو کسانو غوښتل چې دغه اپین له شینوارو ولسوالۍ څخه هلمند ولایت ته ولېږدوی.
د نوموړی په خبره نیول شوی کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.