روان زېږدیز کال کې له ۳ لکو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوی

د راپورونو له مخې اوچا ویلی، چې د روان ۲۰۲۳ کال له پیله تر دې دمه 3سوه زره افغان کډوال خپل هېواد ته بېرته ستانه شوی دی.
د ملګرملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دې دفتر زیاته کړې، چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له میاشتې څخه د مۍ تر میاشتې پورې له ایران او پاکستان څخه ۲ لکه ۹۹ زره ۷ سوه افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوی دی.
د اوچا په خبره، په تېر ۲۰۲۲ زېږدیز ټول کال کې بیا ۳ لکه ۷۷ زره کسان او په ۲۰۲۱ کال کې ۴ لکه ۹۱ زره کسان په همدې موده کې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوی وو.
اوچا دغه څرګندونې په داسې مهال کړی چې دې وروستیو کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو د افغان ګډوالو د ځورېدنې خبرونه ډېر شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.