افغان حکومت د ناامنه هېوادونو په قطار کې د افغانستان نوم راوستل ناعادلانه بللی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې سرپرست افغان حکومت د اسټرالیا د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ د کلنی راپور د موندنو په غبرګون کې ویلی، چې د نړۍ د ناامنو هېوادونو د نوملړ په سر کې د افغانستان ځای پر ځای کول، عادلانه نه‌ دی.
د حکومت ویاند ټینګار کړی، چې هېواد کې ترهګریزې پېښې د تېرو کلونو پر تله ۹۹ سلنه راټیټې شوې دی او په‌ دې اړه د دې انسټېټیوټ موندنې ناسمې دی.
تازه د اسټرالیا د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ په‌ خپل کلنی راپور کې افغانستان د اتم ځل لپاره په ۱۶۳ هېوادونو کې د نړۍ د تر ټولو ناامنه هېواد یاد کړی دی.
د دې بنسټ د راپور پر بنسټ، په روان کال کې افغانستان، لیبیا او عاج سواحل د هغو پنځو هېوادونو په نوملړ کې راغلی، چې د سولې په برخه کې یې ښه پرمختګ کړی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.