امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو وېستلو یو بل لامل په ډاګه کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۱ مه نېټه):
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې ویلی، چې د افغانستان مخکینی حکومت او اوسنی حکومت ترمنځ د سولې خبرو – اترو په اړه نه لېوالتیا، له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو د عملی کېدو یو له لاملونو څخه دی.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې له بیا – بیا غوښتنو وروسته، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو په تړاو د یوه راپور په خپرولو سره، په دې تړاو د امریکا د دولت تېروتنې په ډاګه کړې دی.
په راپور کې ټینګار شوی، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځی او ډپیلوماټیک ماموریت پای د افغانستان مخکینی دولت ته جدی زیانونه واړول.
له دې سره سم د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې رییس په یوه بیانیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور بشپړ او د قناعت وړ نه دی بللی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.