کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۱ مه نېټه):
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان حکومت سرکونسل عبدالجبار تخاری د لوی اختر پر دویمه ( د سرطان په اتمه نېټه) په دغه ښار کې له بندی افغانی وګړو سره کتلی او وایی چې د کراچۍ په لعل زندان کې داسې بندیان هم دی چې قانونی اسناد لری خو پاکستانی پولیسو نیولی دی.
ښاغلی عبدالجبار تخاری ویلی دی چې :”په دوی کې ډېر بېماران هم دی، باید دوی ژر تر ژره خوشی شی او داسې کسان هم پکې شته چې کارټونه لری خو بندیان شوی دی.”
د افغانستان د ملی تلوېزیون په یوه رپوټ کې ویل شوی، چې عبدالجبار تخاری په پاکستان کې له ځینو دغه بندیانو سره کتلی او زیاتوی چې د دوی د خوشی کولو لپاره هلې ځلې دوام لری.
همدا رنګه د ملی ټلویزیون څخه د خپرې شوې ویډیو په اساس په دغه بندیانو کې تر ډېره نیول شوی افغان تنکی ځوانان او زلمیان دی.
د راپور مطابق له دغو بندیانو سره لیدنه د دوی د هستوګنې په یوه اوږده کوټه کې شوې، چې د خوب چپرکټ هم پکې ښکاری او منځ کې یې زندانیان خواړه خوری.
په یوه بله خونه کې بیا لسګونه افغان بندیان چې دوی هم ډېری زلمیان او ځوانان دی، راغونډ شوی او له ښاغلی عبد الجبار تخاری خبرې اوری. د دغو بندیانو تمه دا وه چې تېر لوی اختر به له خپلو کورنیو سره تېر کړی خو داسې ونشول.
بل خوا په کراچۍ کې د افغان کونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، د پاکستان له زندانونو څخه تر دې مهاله د ماشومانو او مېرمنو په ګډون شاوخوا ۲۴۰۰ افغانان خوشی او هېواد ته راستانه شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ