معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د جبل السراج سمنټو پروژه کې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابریږي

د جبل السراج سمنټو پروژه کې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابریږي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پروان جبل السراج سمنټو د آفر ګشايي ناسته جوړه شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، د یادې پروژې د اکتشاف بهیر، استخراج او پروسس د پراختیا په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل. ټاکل شوې ده چې مؤظفه کمېټه له آفر ګشايي وروسته، د داوطلب شرکتونو د پروپوزلونو او اسنادو د ارزونې په اړه خپل کار پيل کړي.
د يادونې وړ ده چې د جبل السراج سمنټو پروژه د څه د پاسه ۲ سوه ميليونه امريکايي ډالرو په پانګونې سره، په ورځني ډول به د ۶ زره ټنو سمنټو د توليد ظرفيت ولري او زرګونو کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابریږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس