کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پوهنې ریاست مسلکی پلاوی د سرپل ولایت په مرکز، ګوسفندی او سانچارک ولسوالیو کې پنځه لرغونې سیمې د یاد ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ سروې او پېژندلې دی.
د خبر پربنسټ د لرغون پوهنې رییس ویلی، چې په یادو سیمو کې لرغونی او تاریخی جومات، سمڅې او غونډۍ شاملې دی، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې یادې لرغونې او تاریخی سیمې په اسلامی او له اسلام څخه وړاندې دورو پورې تړاو لری.
نوموړی زیاته کړې چې په پام کې ده، څو د هېواد په نورو ولایتونو کې د لرغونو سیمو سروې ته دوام ورکړی، نوې سیمې کشف او له تخریب او غصب څخه یې وژغوری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ