لوګر کې د لسګونه جریبه دولتی ځمکو د غصب مخنیوی وشو

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایی، د دې ولایت په خروار ولسوالۍ کې یې د لسګونه جریبه دولتی ځمکو له غصب څخه مخنیوی کړی دی.
د خبر پر بنسټ د کرنې او مالدارۍ رییس او د دولتی ځمکو له غصب څخه د مخنیوی کمېټې مشر ویلی، چې د لوی اختر له رخصتۍ څخه په ګټې اخیستنې، یو شمېر کسانو د څاه ګانو کېندلو په پار د خروار ولسوالۍ اړوند ځینو سیمو کې هڅې پیل کړې وې، چې د دې کمېټې په لارښوونه د ګډ پلاوی له لوری یې کارونه وځنډول شول او د لسګونه جریبه دولتی ځمکو له غصب څخه مخنیوی وشو.
خروار ولسوالۍ چې ډېری برخه یې دښتې جوړوی، ټوله ځمکه یې دولتی ګڼل کیږی.
ولایتی چارواکو ویلی، چې د اوسنی حکومت په راتګ سره دغه ولایت کې د زرګونه جریبه دولتی ځمکو د غصب مخنیوی شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.