کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د هوا پېژندنې ملي ادارې مسوولینو د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د توپانونو او دوړو د رامنځته کیدو خبر ورکړی.
د خبر پر بنسټ د هوا پېژندنې ملي ادارې د باد سرعت په ساعت کې له ۲۰ تر ۹۰ کیلومترو اټکل کړی دی.
بلخوا، د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال د پولیسو او اړوندو ادارو مسوولین مکلفیت لري، چې د خپلو خلکو د ځان او مال ساتنه وکړي.
یو شمېر روغتیا پالان بیا وايي، حکومت باید د داسې پېښو له پېښېدو وړاندې خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي، تر څو خلک له ډېر زیانه وژغورل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/