معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / شانګهای سازمان له افغانانو سره پر بشري مرستو ټینګار کړی

شانګهای سازمان له افغانانو سره پر بشري مرستو ټینګار کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د شانګهای همکارۍ سازمان غړو، د سیمې امن او ثبات د افغانستان له وضعیت سره تړلی بللی دی.
د دې سازمان په هغه ګډه اعلامیه کې چې د نوي ډیلي په مشرۍ د دوی د انلاین غونډې په پای کې خپره شوې راغلي، چې د دې سازمان غړي د یوه خپلواک، بې پرې، متحد، سوله ییز، له تروریزم او مخدره موادو پاک افغانستان ملاتړ کوي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل ضروري ګڼي، چې د ټولنې ټول قشرونه په کې ونډه ولري.
د شانګهای د همکارۍ سازمان کې چین، روسیه، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او هند دایمي غړي دي، خو د ایران غړیتوب په پرونۍ غونډه کې رسماً ومنل شو.
د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې بشري وضعیت ته په پام، غړي هېوادونو له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس