کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې کندهار کې د ګمرک ریاست مسوولین وایی، د سپین بولدک په سرحدی ګمرک کې د شپږ ټنه المونیم او ۱۰ کارتنه د ویلډېنګ سیخان نیول شوی دی.
د دغه ولایت د ګمرک ریاست ویاند خلیل الرحمان وردګ ویلی، د سپین بولدک سرحدی ګمرک منسوبینو د یوې لارۍ موټر د تېلو په ټانکۍ کې ځای پر ځای شوی شپږ ټنه المونیم او ۱۰ کارتنه د وېلډینګ سیخان چې بهر ته قاچاق کېدل، کشف او نیولی دی.
وردګ زیاته کړې، چې ورته مهال د یاد ګمرک منسوبینو په یوه صادارتی ډاکسن موټر کې ۱۲۰ کیلوګرامه ځای پر ځای شوی میسی سیمان چې له هېواده بهر ته قاچاق کېدل، هم نیولی دی. نوموړی وویل، چې په دې تړاو دوه تنه نیول شوی، چې له څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلی او قضایی ارګانونو ته وسپارل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ