کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۵ مه نېټه):
پاکستانی رسنۍ وایی، چې تېره ورځ یوه ځانمرګی بریدګر د خېبر پښتونخوا په میرانشاه ښار کې پر امنیتی پوسته برید کړی دی.
د خبر له مخې دغه ځانمرګی برید کې ځایی چارواکو د دوه پوځیانو په ګډون د یو لس کلن ماشوم د وژل کېدو او د ۱۴ تنو نورو د ټپی کېدو پخلی کړ دی.
د پولیسو یوه چارواکی راشد خان رسنیو ته ویلی، چې امنیتی ځواکونو په سیمه کې د برید د طراحانو د موندلو لپاره عملیات پیل کړی دی.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو په تېر کې د دغه ډول بریدونو مسوولیت د پاکستانی طـ.ـالبـ.ـانو تحریک منلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ