کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې طبعی پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلی، چې د حمل میاشتې راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له امله خلکو ته پراخ مالی او ځانی زیانونه اوښتی دی.
د خبر پر بنسټ یاد وزارت زیاته کړې، چې د روان کال وری میاشتې څخه تر اوسه پورې په ټول هېواد کې د بېلابېلو طبیعی پېښو له امله ۱۵۱ کسان مړه، ۲۲۵ کسان ټپیان، ۲ زره ۱۶۲ کورونه په نیمه یا بشپړ ډول ویجاړ شوی او ۳ زره ۲۹۹ څاروی او ۱۵ زره ۲۷۰ جریبه کرنیزې ځمکې او مېوه لرونکی باغونه له منځه تللی دی.
زیانمن خلک له مرسته کوونکو موسسو او بنسټونو څخه د همکارۍ او په دې برخه کې د لاسنیوی غوښتونکی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ