د بریتانیا وایی، د افغانانو ناقانونه وژنو د تورونو په اړه به څېړنې ژر اعلان شی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۵ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د بریتانیا د دفاع وزیر بن والاس ویلی، چې په افغانستان کې د دوی د ځانګړو ځواکونو د ناوړه کړنو په اړه څېړنې، چې تېره مارچ میاشت کې پیل شوې وې، اوس اساسی پړاو ته رسېدلی دی.
د فرانس پرېس خبری اژانس د راپور له مخې، والاس دغه څرګندونې د بریتانیا پارلمان ته په لیکلې وینا کې کړی او هغه منلې چې څېړنه د دوی پر ځانګړو ځواکونو د پورې شویو تورونو په تړاو ده.
د بریتانیا د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې ښایی د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ موده کې شاوخوا ۸۰ افغانان له محکمې پرته وژلی وی.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوال پوځی ماموریت د یو شمېر نورو غړو هېوادونو سرتېری هم په جنګی جنایتونو تورن شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.