کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان امنیې قومندانۍ مسوولینو ویلی، په مخدره توکو د روږدو کسانو د راټولو کمپاین یې د دې ولایت په مرکز پلخمری او مرکزی بغلان ولسوالیو کې ترسره کړ.
د خبر پر بنسټ یاد کمپاین کې یې ۷۲ روږدی کسان راټول او د درملنې مرکزونو ته ولیږدول شول.
د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند ویلی، چې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د درې جلا عملیاتو په ترڅ کې د مرکزی بغلان ولسوالۍ او د پلخمری ښار په مربوطاتو کې ۷۲ تنه په نشه یی توکو روږدی کسان نیولی او د درملنی په موخه یې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو ته معرفی کړی دی.
راټول شوی روږدی کسان د ۴۵ ورځو لپاره په کمپونو کې تر درملنې لاندې نیول کیږی او د درملنې دورې له بشپړېدو او تر روغېدو وروسته د امنیه قوماندانۍ د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو له خوا خپلو کورنیو ته وسپاری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ