کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت له لوری د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویل شوی، چې د پولیو ضد دغه واکسین کمپاین به له شنبې څخه په ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې پیل شی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه څلور ورځنی کمپاین کې به شاوخوا ۱،۲ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شی.
هېره دې نه وی چې دې وروستیو کې د پولیو مثبتو پېښو یو وار بیا د روغتیا د برخې مسوولین اندېښمن کړی دی.
مسوولین پر خلکو غږ کوی، چې خپل ټول تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ