جاپان د افغان ماشومانو د زده کړې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایی، چې د جاپان حکومت له افغانستان سره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
یونیسف ویلی، چې دغه مرستې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې له لارې ترسره شوې دی.
ټاکل شوې چې دغه مرستې د ماشومانو د زده کړې په برخه کې ولګول شی او د هېواد د ۷۱ زره ۵ سوه ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په یوه اعلامیه کې ویلی، چې دا مهال په افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو زده کوونکو ۶۰ سلنه نجونې او ۴۶ سلنه هلکان له زده کړو بې برخې دی.
د دغه سازمان په وینا، آن کله چې زده کوونکی ښوونځی ته ځی، دوی تل زده کړه نه کوی؛ ځکه د دوی په خبره لسیزو جګړو ښوونځی د زده کوونکو لپاره ناامنه کړی، او ډېری دولتی ښوونځی سرپناه، وړ ښوونکی او روغتیایی اسانتیاوې نه لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.