کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د نیوزلېنډ د بهرنیو چارو وزیرې نانایا ماهوتا اعلان کړی، چې هېواد یې ملګرو ملتونو ته ۱۱ میلیون ډالره ورکوی، څو په افغانستان کې یې پر بشری چارو ولګوی.
نوموړې ویلی، چې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو له سخت بشری بحران سره مخامخ دی او په دریو کې څه باندې دوې برخې افغانان بشری مرستو ته اړ دی.
د نوموړې په خبره د خوراکی توکو د نه مصوونیت ترڅنګ افغانان طبی خدماتو، د څښاک پاکو اوبو او زده کړو ته سخته اړتیا لری.
ماهوتا همدا راز ویلی، چې نیوزلېنډ له افغانانو سره د مرستو دوام ته ځان ژمن ګڼی او له خپلو نړیوالو شریکانو سره یو ځای په افغانستان کې د بشری حقونو د وضعیت په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو په اړه اندېښنه ښیی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ