کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د خوړو نړیوال پروګرام ویلی، د روان زېږیز کال په اوږدو ۱۲ هېوادونو او مرستندویه بنسټونو له افغان ولس سره نغدی او د خوراکی توکو مرستې کړی دی.
د خبر پربنسټ د دغه پروګرام مسوولینو زیاته کړې، چې د افغانستان په اوسنی وضعیت کې میلیونونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخ دی، چې لاسنیوی لپاره یې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلی، دې بنسټ په روان زېږدیز کال کې د نوزلېنډ، هند، سویلی کوریا، اروپایی ټولنې، د اسلامی پراختیایی بانک، ملګرو ملتونو او خصوصی مرستندویانو په ګډون له دولسو هېوادونو او بنسټونو مرستې ترلاسه کړې دی.
تر دې وړاندې د سرې میاشتې نړیوالې کمېټې په یوه راپور کې ویلی وو، په افغانستان کې نږدې ۲۰ مېلیونه کسان چې د ټول نفوس ۴۴ سلنه جوړوی، کافی خوړو ته لاسرسی نه لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ