کندهار کې به سږ کال د خټکیو او هندواڼو حاصلات ۱۲ زره ټنو ته لوړ شی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۷ مه نېټه):
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایی، چې سږ کال به په دغه ولایت کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات ۱۲ زره ټنو ته لوړ شی.
د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو محصولاتو آمر وایی، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۴ سوه هکټاره ځمکه هندواڼې او خټکی کرل شوی، چې شاوخوا ۱۲ زره ټنه حاصلات به ورکړی.
په ورته مهال بزګران هم وایی، چې د خټکیو او هندواڼو حاصلات یې زیات شوی او د پلور بازار یې هم ښه دی.
دوی دغه راز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پر وخت همکارۍ څخه خوشحاله دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.