کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه اورلګېدنه تېره ورځ مازیګر مهال د کندهار په عمومی تېل فروشیو کی رامنځته شوې وه.
د خبر پر بنسټ د پېښې پرمهال سیمې ته د کندهار والی او نورو مسوولینو هم ځانونه رسولی وو.
د ولایت مقام مطبوعاتی مسوولین وایی، د دی تر څنګ د ۲۰۵ البدر قول اردو اړین وسایل هم سیمی ته ورغلی وو، چې د اور په مهارولو کې یې همکاری وکړله.
د ځایی مسوولینو په وینا اور لګېدنه کې زیات مالی زیان اوښتی، خو تر اوسه یې دقیقه اندازه نه ده معلومه شوې.
خبر زیاتوی چې اور ته نږدې یو شمېر کسان هم برسېرن سوځېدلی، خو روغتیایی حالت یې د ډاډ وړ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ