کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جوزجان ولایت څخه د بلخ کوډ و برق ته د ۹۵ کیلو متره ګاز پایپ لاین پروژې کارونه عملاً د پټۍ په پرېکولو سره پیل شو.
دغه مراسمو کې د هیواد د کانونو او پټرلیم وزارت سرپرست وزیر، د بلخ والی، د ریاست الوزرا د اقتصادی مرستیال مشاور، د مالیې وزارت اداری مرستیال، د افغانستان د نفت او ګاز دولتی شرکت انحصاراتو عمومی مسوول، جوزجان ولایت کې د افغان ګاز رییس او افغان انجینرانو ګډون کړی و.
د کانونو او پټرلیم وزارت سرپرست خپلو خبرو کې وویل، یاده پروژه له ۵۲ کلونو وروسته یو ځل بیا عملی کیږی، چې د جوزجان ولایت د خواجه ګردک د سیمی څخه بیا د بلخ ولایت تر کوډ و برق پورې د ۹۵ کیلو متره په اوږدو کې رسیږی او دا پروژه به د ۶۰۹ میلیونه افغانیو په لګښت سره د دریو کلونو په موده کې بشپړه شی.
د مسوولینو په وینا د دغې پروژې ټول مصارف د افغان حکومت له بودیجی څخه ورکول کیږی.
د یاد پاپیلین تر بشپړېدو وروسته به د کوډ و برق فابریکې کارونه لا چتکتیا پیدا کړی او د مسوولینو په وینا هڅه به وکړی، څو د مزار شریف ښار ټولو کورونو ته د همدې پایپ لاین پر مټ ګاز ورسوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ