مالیې وزارت د ۱۲ دولتی شرکتونو د بیا فعالیدو خبر ورکوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې مالیې وزارت وایی، له فعالیته د لوېدلو نږدې ۵۰ دولتی عایداتی شرکتونو یې ۱۲ هغه بېرته فعال او پاتې شرکتونه به د خصوصی سکتور په مرسته بېرته فعال کړی.
چارواکی وایی، د معدنونو د راسپړلو او د قوش تپې په څېر د لویو پروژو سربېره یې د دولتی عایداتی شرکتونو د بیا فعالولو هڅه هم پیل کړې ده.
د مالیې وزارت ویاند احمد ولی حقمل وایی، د دولتی شرکتونو لپاره کافی بودجه نه لری، هغه شرکتونه، چې دورانی بودجه یې درلوده خو له فعالیت نه لوېدلی وه بېرته فعاله کړی دی.
حقمل وایی د دغه موخه د ترلاسه کولو لپاره باید د خصوصی سکتور سره تفاهم ته ورسوو او دا کار پیل کړو.
یو شمېر صنعتکاران وایی، د اوسنی عصر د تولید ماشینونه کوچنی، لګښت یې کم، د تولید کچه یې خورا زیاته او د بازار له غوښتنې سره سم توکی تولیدولای شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.