کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار په زاړه قول اردو سیمه کې د ۵۰ بابه کورونو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د خبر پر بنسټ د دغو مراسمو پر مهال د اطلاعات او کلتور وزیر، د کندهار د اطلاعات او کلتور رییس، د ښار جوړونی رییس، ځایی ښاروال، د امر باالمعروف رییس او یو شمېر نورو مسوولینو برخه لرله.
خبر زیاتوی، چې د اطلاعات او کلتور وزیر دغه مراسمو کې ویلی، دغه ټول ټال ۱۵۰ کورونه د امیرالمومنین د حکم پر اساس جوړیږی، چې نن یې په لومړی فاز کې د ۵۰ کورونو د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.
د هغه په وینا، یاد کورونه د خصوصی شرکتونو له خوا په معیاری ډول جوړیږی، چې پر هر کور باندی ۱۲ زره ۲ سوه امریکایی ډالره لګښت راځی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ