نیمروز کې پر ۵ سوه اړمنو کورنیو د خوراکی توکو د وېش لړۍ پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نیمروز ولایت کې د افغانی سرې میاشتې ټولنې له لوری زرنج ښار کې د طبیعی پېښو له امله د زیانمنو شویو، معلولینو او د خوراکی توکو له نه خوندیتوب له امله د ۵ سوه کورنیو سره د مرستو د وېش لړۍ، چې د کویت هېواد پوری مربوط کیږی، پیل شوه.
د خبر پر بنسټ د افغانی سرې میاشتې مسوولینو ویلی، چې په خوراکی توکو کې یو پارسل ۱۰۰ کیلویې اوړه، ۲۵ کیلو ګرامه وریجې، لس لېټره غوړی، اته کیلو لوبیا، پنځه کیلو بوره، دوه کیلو ګرامه مالګه، یوه کڅوړه بیسکوټ او یوه کیلوه شین چای شامل دی.
په ورته وخت کې د دغو مرستو ترلاسه کوونکو له افغانی سرې میاشتې ټولنې څخه د مننې ترڅنګ د نورو بشری موسساتو څخه د همکاریو او مرستو غوښتنه وکړل.
خبر زیاتوی، چې یادې مرستې د افغانی سرې میاشتې ادارې د استازو، ولایت مقام، د سرې میاشتې د مرکزی او لویدیځې حوزې د مسوولینو په شتون کې ووېشل شوې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.