کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وایی، د افچین په نوم هغه شرکت به چې د روان میلادی کال په جنورۍ کې ورسره د آمو نفتی حوزې د استخراج قرارداد شوی، په لومړی کال چې آزمایښتی دوره ده، په سیمه کې د نږدې یو نیم سل میلیونو ډالرو په ارزښت نوره پانګونه هم کوی.
د خبر پر بنسټ نوموړی ویلی، په سرپل ولایت کې د قشقری د تېلو د زېرمو د حوزې له هغې څاه چې دوه ورځې وړاندې پرانیستل شوه، د ورځې سل ټنه تېل استخراج کېدای شی او د راتلونکې زېږدیز کال د جنوری تر پنځمې پورې به افچین شرکت چې د آمو دریا نفتی حوزې د تېلو د استخراج قرارداد ورسره شوی، په سیمه کې ۱۶ نورې څاګانې هم په همدې اندازه د تېلو استخراج ته چمتو کوی.
د کانونو سرپرست وزیر ویلې، چې د افچین په نوم شرکت به په درې کلنه اکتشافی موده کې په سیمه کې په ۳ سوه کیلومتره مربع ساحه کې لس نورې څاګانې باسی او په یوه کلنه آزمایښتې موده کې به یې شپږ استخراج ته چمتو کوی.
دغه راز ویل شوی چې که شرکت له کوم موجه دلیل پرته دوه میاشتې فعالیت دروی، شوی قرارداد به ورسره فسخ کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ