کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د خوړو او درملو ملی ادارې، د درملو او روغتیایی محصولاتو مرستیال د چین د درملو له تولیدی شرکت له اجرایوی رییس مسترشی او مل پلاوی سره کتلی دی.
یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلې، چې په دې کتنه کې یاد شرکت په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پانګونې لېوالتیا ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې دولت دې په دې برخه له دوی سره د امنیت او ځمکې په برخه کې همکاری وکړی.
په ورته وخت کې افغان لوری یاد پلاوی ته د خوړو او درملو ملی ادارې له اړخه د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.
افغان لوری د یاد شرکت له اجرایوی رییس څخه غوښتی، چې خپله پانګونه زیاته کړی او هغه درمل په افغانستان کې تولید کړی، چې د افغانستان د درملو داخلی فابریکې یې د تولید ظرفیت نه لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ