دایکندی کې د ترافیکی پېښې له امله یو تن مړ او ۱۲ نور ژوبل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د دایکندی امنیې قومندانۍ مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې په یوه ترافیکی پېښه کې یو تن ژوند بایللی او ۱۲ نور ژوبل شوی دی.
د دغه ولایت د امنیتی مسوولینو ویلی، چې پېښه د شهرستان ولسوالۍ په سیاه بغل سیمه کې د وسټا موسسې د کاروونکو فلانکوچ موټر چې له بامیانو څخه یې د یادې موسسې کارکوونکی دغه ولایت ته لېږدول، د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
دوی زیاتوی، چې ټپیانو کې درې مېرمنې او یو ماشوم هم شامل دی.
د دوی په خبره د پېښې ټپیان شهرستان ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوی، خو د ټپیانو روغتیایی وضعیت په اړه یې معلومات نه دی ورکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.